Language

د لوګر  علما او مخور :  د ځمکو غاصبين  دې محاکمه شي

پل علم(پژواک،١١سلواغه٩٥): په لوګر دينې عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو د ځمکو د غصب پر وړاندې پر جدي مبارزې ټينګار وکړ او د غاصبينو د محاکمې کولو غوښتنه يې وکړه.

دوى دغه څرګندونې د سلواغې په ١١مه وروسته تر هغه وکړې چې شاوخو لس ورځې وړاندې د محمد اغې ولسوالۍ په نيازيو سيمه کې پر دولتي ځمکې، د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته کې دوه تنه و وژل شول او يو بل ټپي شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د محمد اغې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر زلمي عبدالرحيمزي وويل چې د ځمکو غاصبين بايد ونيول شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

هغه وايي چې د ځمکو غاصبينو په دې ولايت کې عامه شتمني لوټ کړې او نا امنۍ ته هم لمن وهي.

دغه راز په دې غونډه کې قومي مشر دادمحمد احمدزي هم وويل چې په دې ولايت کې د يو شمير نا مسووله وسله والو له لوري ځمکې غصب شوې دي.

د احمدزي په وينا، دغه وسله وال قومي شخړو، نا امنيو او اداري فساد ته لمن وهي چې بايد مخه يې ونيول شي.

 بل قومي مشر رفيق ستانکزي وويل چې د لوګر پخوانيو چارواکو هم د ځمکو په غصب کې له غاصبينو سره مرسته کړې ده.

هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه چې د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې جدي مبارزه په کار ده.

د دې غونډې ګډونوالو د غونډې په پاى کې يو پريکړه ليک هم صادر کړ.

په پريکړه ليک کې د قانون پر حاکميت، د قومونو پر يووالي، له اداري فساد سره پر مبارزې، په دې ولايت کې پر متوازن انکشاف او د خپلسرو  وسله والو پر محاکمې ټينګار شوى وو.

د محمد اغې ولسوال نصير احمد امين پژواک ته وويل چې حکومت د ولس له دغه ډول غونډو په کلکه ملاتړ کوي.

امين زياته کړه چې ددې خلکو دغه غوښتنه به  حکومتي مشرانو ته ورسوي، ترڅو په اړه يې اقدام وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.