غزني(پژواک،١١سلواغه٩٥): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
د غزني د ترافيکو مدير محمد الله احمدي د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د قره باغ ولسوالۍ په کروساى سيمه کې د کابل-کندهار پر لويه لار يو ټيلر له يو ٣٠٣ موټر سره جنګېدلى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دواړه موټر چلوونکي او يو مسافر مړه شوي او شل تنه نور ټپيان دي.
نوموړي وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدل شوي او روغتيايي حالت يې هم ښه دى.
د کروساى د سيمې يو تن هټيوال جان محمد پژواک ته وويل: (( ٣٠٣ موټر تيز روان وو چې له ټيلر سره وجنګېده او ډير کسان په کې مړه او زخميان شول.))
نوموړي زياته کړه چې يو شمېر ټپيان او مړي د قره باغ او پاتې نور يې د غزني ښار روغتون ته لېږدل شوي دي.
د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته تر اوسه ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى او تر درملنې وروسته به رخصت کړاى شي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د کابل-کندهار او د هېواد په ځينو نورو برخو کې ډيرى وخت دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.