Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

په لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
30 Jan 2017 - 16:44
په لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
30 Jan 2017 - 16:44

مهترلام (پژواک، ١١ سلواغه ٩٥):  په لغمان ولايت کې د نږدې ٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې د دوو پروژو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځوک د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې  د لغمان ولايت مقام او اداري کمپلکس نوې ودانۍ شاملې دي.

هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ د يوه کال په موده کې د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې په عصري ډول جويږي.

د نوموړي په وينا، د اداري کمپلکس په دغه پروژه کې د نورو ټولو اړينو ملحقاتو پر شتون سربېره اداري خونې، د غونډو تالار، د اوبو، کاناليزاسيون او دغه راز د برېښنا سيستمونه هم  شامل دي.

ځواک وايي، بله پروژه هم د همدې اداري کمپلکس د احاطوي دېوال او د څلورو امنيتي برجونو د جوړېدو، د کمپلکس په داخل کې د حامد کرزي د غونډو تالار د بيارغونې او د روغتيايي اوبو د برابرولو په موخه د يوې حلقې څاه د ويستلو پروژه ده چې ټولټال ١٧ ميليونه، اته سوه او څلوېښت زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

د والي وياند وويل، د يادو دواړو پروژو مالي ملاتړ د افغانستان د ثبات او ټينګښت پروګرام ( ASP ) له لوري شوی دی.

د يادو پروژو د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په اوسني وخت کې د دې پروژو د جوړېدو پر اړتيا د خبرو تر څنګ د پروژو په تخنيکي برخه هم رڼا واچوله او د هېواد د ماليې او ښار جوړولو وزارتونو له وزيرانو يې په دې اړه ځانګړې مننه وکړه چې د دغو پروژو په عملي کېدو کې يې د ولايت مقام وړانديزونه په فوق العاده توګه ومنل.

د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبدالعزيز له ولس څخه وغوښتل چې د امنيت د ټينګښت تر څنګ د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې هم ولايتي ادارې ته لاس ورکړي او خپله همکاري ترې و نه سپموي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.