ښرنه (پژواک ١١ سلواغه ٩٥): د پکتيکا مسوولين وايي، په ګومل ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيت آمر سمونوال عبدالرووف مسعود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات، نن سهار د ګومل په غڼې سيمه کې شوي چې په کې ياد شوي پنځه کسان وژل شوي او مړي يې د نښتې په ډګر کې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده زياته کړه، په دې نښته کې پوليسو ته يو راکټ انداز، دوه پيکاوې او يوه اندازه مهمات په لاس ورغلي دي.
نوموړي دغه راز وويل چې نن سهار په ښرنه کې پوليسو يو تن له ريموټ کنټرول سره نيولى، چې غوښتل يې په ښار کې د ځاى په ځاى شوي ماين ته چاودنه ورکړي.
د ګومل يوه اوسېدونکي سيد نور بيا پژاک ته وويل چې د غڼې په سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو يو مشهور قومندان صادق وژل شوى او دوه پوليس ژوبل شوي دي.
طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.