لومړى تعقيب - خوست ښار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): په خوست ښار کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله اته تنه ټپيان شوي دي.
دا چاودنې نن د سلواغې په ١٣مه، تر غرمې مخکې په ١٠ بجو او ٤٥ دقيقو د خوست ښار اړونده د فوټبال لوبغالي ترڅنګ وشوې .
د احمدالله په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ چاودنه د پوليسو پر يوه رېنجر موټر وشوه چې له امله يې څو پوليس ټپيان شول.
دى وايي، لس دقيقې وروسته همدلته بله چاودنه وشوه چې له امله يې زده کوونکى ټپي شوى دى.
ددې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړۍ چاودنه کې څلور پوليس او په دويمه چاودنه کې د ښوونځي درې زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د يادې سرچينې په وينا، لومړۍ چاودنه د ښاري نظم پوليسو د يوه افسر څارمن ضياء الحق مبارز پر موټر شوې ، هغه ترې روغ وتلى، خو ساتوونکي يې ټپيان شوي دي.
خو د خوست امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غني الرحمن رحماني له پژواک اژانس سره په خبرو کې دواړه پېښې تاييد کړې او ويې ويل، چې په لومړۍ چاودنه کې د ضياء الحق مبارز په ګډون پنځه پوليس ټپيان شوي دي.
هغه وايي، چې په دويمه چاودنه کې د ښوونځي درې زده کوونکي ټپيان شوي دي.
ددې چاودنو مسووليت تر اوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن