Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وحيدي: حيثيت ته مې نه جبرانېدونکى زيان رسېدلى او  څېړنې هم رانه نه کوي

کابل(پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): عبدالرازق وحيدي چې دنده يې د اداري فساد په تور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزير په توګه ځنډول شوې، وايي چې د هغه حيثيت ته سخت زيان رسېدلى، خو د دندې ځنډولو څخه د يوې مياشتې په تېرېدو سربېره هم ترې څېړنه نه کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخواني وزير دا موضوع د سلواغې په ١٣مه ‎، په کابل کې د يو شمېر رسنيو له مشرانو سره شريکه کړه او ويې ويل چې له يوې مياشتې وروسته چې د حکومت د مشرتابه په لارښوونه يې چوپتيا غوره کړې وه، اوس په دې اړه خبرې کوي.

عبدالرازق وحيدي پژواک خبري اژانس ته داسې يو ليک ورکړ چې دوه اوونۍ وړاندې يې د لويې څارنوالۍ په نوم ليکلى دى. په دې ليک کې راغلي چې د لويې څارنوالۍ د مکتوب له مخې يې دنده د درېيو لاملونو په سبب چې د بالمقطع کارکوونکو د ګومارنې په بهير کې له قانوني سرغړونو، د مخابراتي محصول د يوې برخې شخصي کول او د څېړونکي پلاوي سره د همکارۍ نه کولو په سبب ځنډول شوې ده.

وحيدي ددې ليک په يوه برخه کې ويلي، په هغه ناسته کې چې د مرغومي په ١٥مه نېټه يې د  ارګ او اجرايي رياست د مرستيالانو په ګډون د حکومت د اجرايي مشر، ملي امنيت مشر او لويې څارنوالى په ګډون تر سره شوه، خپل دلايل او اسناد وړاندې کړل او پر بنسټ يې پرېکړه وشوه چې لويه څارنوالي دې دده د دندې ځنډولو فرمان د بېرته لغوه کولو وړانديز په دوو ورځو کې ارګ ته واستوي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير چې دنده يې ځنډول شوې، زياته کړه:((له لويې څارنوالۍ مې غوښتنه کړې چې له ما دې د څېړنې پروسه پيل کړي، خو يوه مياشت کېږي چې زه يې نه يم جلب کړى.))

وحيدي څرګنده کړه چې په دې موده کې يې چوپتيا اختيار کړې وه چې هسې نه د څېړنې پروسې ته زيان ورسېږي، خو اوس پر دې لګېدلي ټول تورونه په کلکه ردوي.

هغه زياته کړه:((غوښتنه مې داده چې د هغو څېړنو او پلټنو پايلې چې د ١٥ پلاوو له لوري پخوا او اوس تر سره شوې، له خلکو سره شريکې شي، زما موخه داده چې د شخصيت وژنې مخنيوى مې وشي.))

 د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي پژواک ته وويل چې ددې ادارې د رسمي کار د ساعتونو د پاى ته رسېدو په سبب په دې اړه خبرې نه کوي، خو  د شنبې په ورځ چې د څارنوالۍ رسمي فعاليت پيل شي، په دې اړه به خپل غبرګون وښيي.

عبدالرازق وحيدي د روان کال د لړم په ٢٥مه نېټه د ولسي جرګې له لوري استيضاح   او سلب صلاحيت شو او يوه نيمه مياشت وروسته( د مرغومي په ١٣مه) د ولسمشرۍ ماڼې اعلان وکړ چې د هغه دنده د اداري فساد په تور ځنډول شوې ده.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.