ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې دوه چاودنې شوې

author avatar
1 Feb 2017 - 11:31
author avatar
1 Feb 2017 - 11:31

خوست ښار  (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): په خوست ښار کې څو شېبې مخکې دوې چاودنې شوې، چې له امله يې يو ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن دسلواغې په ١٣مه، تر غرمې مخکې په ١٠ بجو او ٤٥ د خوست ښار اړونده د فوټبال لوبغالي ترڅنګ شوې دي.

د احمد الله په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه د پوليسو پر يوه رنجر وشوه، چې له امله يې څو پوليس ټپيان شول.

دى وايي، لس دقيقې وروسته همدلته بله چاودنه وشوه، چې له امله يې زده کوونکى ټپي شوى دى.

د خوست د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چاودنې تاييد کړې، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنکړل.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.