Language

په  پکتيکا کې له  زرو کورنيو سره د مرستې کولو لړۍ پيل شوه

ښرنه(پژواک،١٣سلواغه٩٥): په پکتيکا ولايت کې د وروستيو جګړو له امله بې ځايه شوو زرو کورنيو سره د  خورواکي او غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د سلواغې په١٣مه د دې مرستو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوس لپاره د دې ولایت د مرکز په ګډون د مختلفو ولسوالیو پر زرو بې ځایه شوو کورنیو خوراکي او غير خوراکي توکي ويشل کيږي.

د وحدت په وينا، په دې کې ډيرى يې هغه کورنۍ دي چې د وروستيو جګړو له امله بې ځايه شوي دي.

هغه زياتوي چې په دې مرستو کې غوړي، وريجي، کمپلې، تودې جامې او نور اړين توکي شامل دي.

د اومني ولسوالۍ د بې ځايه شوې يوې کورنۍ اوسېدونکي صاحب جان په دې اړه پژواک ته وويل چې دوی د جګړو له امله مرکز ښرنې ته کډه شوي، خو دلته اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: (( دې مرستو ته ډير خوشحاله يو خو دا مرستې زموږ مشکل د اوږدې مودې لپاره نه شي حل کولاى.))

 يو بل مرسته اخيستونکي نعمت الله پژواک ته وويل: (( موږ ځوانان د کار کولو توان لرو خو کار موږ ته نشته ، مجبور يو چې مرستې تر لاسه کړو.))

نعمت الله پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې په پکتيکا کې وزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

په پکتيکا کې د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د وروستيو جګړو له امله په دغه ولايت کې شاوخوا درې زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د يادونې ده چې د پاکستان د سوېلي او شمالي وزيرستان څخه هم زرګونه کورنۍ د پکتيکا ګومل، برمل او ځينو نورو ولسواليو ته کډه شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics