Language

چارواکي: سنګين کې  ٣٢ طالبان او درې سرتېري وژل شوي

لښګرګاه (پژواک،۱۳سلواغه۹۵):د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د درېيمې ورځې لپاره هم جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې ٣٢ طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

په سنګين کې درې ورځې وړاندې په يوه ټانک کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو له چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې او تر اوسه دوام لري.

په  هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په سنګين کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبولي دي.

ده زياته کړه، په دې جګړه کې تر اوسه د درېيو قوماندانانو په ګډون ٣٢ طالبان او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي، ٤٠ طالبان او پنځه سرتېري ټپيان دي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو د همدې جګړې پرمهال د طالبانو پټنځايونه له منځه وړي او ٣٠ ماينونه يې هم شنډ کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، په سنګين کې اوس هم جګړه روانه ده، خو تازه دمي سرتېري سيمې ته رسېدلي او حالات يو څه کنټرول شوي دي.

د ده په خبره، په ياده جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده تر لاسه شوې.

د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر حاجي ميراجان پژواک ته وويل، د تېرې شپې په جګړه کې امنيتي ځواکونو پرمختګ کړى دى.

خو دى زياتوي: ((طالبان د خلکو په کورونو او دوکانونو کې ناست دي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.))

ده  ټينګار وکړ چې د سنګين د امنيت د ټينګښت لپاره بايد جدي تدابير ونيول شي، ځکه خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، په سنګين کې طالبانو تر سلو ډېرو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.