ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې يوه مېرمن د پخواني خاوند لخوا ووژل شوه

په تخار کې يوه مېرمن د پخواني خاوند لخوا ووژل شوه

author avatar
2 Feb 2017 - 15:10
په تخار کې يوه مېرمن د پخواني خاوند لخوا ووژل شوه
author avatar
2 Feb 2017 - 15:10

تالقان (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٥): د تخار ولايت يو تن اوسېدونکي خپله پخوانۍ ٣٠ کلنه مېرمنه وژلې ده.

د پوليسو د شمال ختيځ زون قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د سلواغې په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د تخار ولايت مرکز تالقانو ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه  چې يوه ٣٠ کلنه مېرمن  د خپل پخواني خاوند وحيد چې په (وحيد کته) مشهور دى، لخوا د تالقانو ښار د شهروان په سيمه کې وژل شوې ده.

اکبري وايي چې قاتل په تېښته بريالى شوى او پېښه د پوليسو لخوا څېړل کېږي.

د نوموړي په وينا، دغه مېرمن  د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې او تر دې مخکې هم د دوى ترمنځ شخړې شوې وې.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

په تېره يوه اوونۍ کې په بلخ ولايت کې يوه مېرمن وژل شوې او د بلې دواړه غوږونه د خاوند لخوا پرې شوي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.