تالقان(پژواک،١٥سلواغه٩٥): د تخار والي وايي چې په دې ولايت کې د حزب التحريز فعاليتونه ډير شوي او ځوانان د دولت ضد کړنو ته هڅوي.
د تخار والي محمد یاسین ضیاء پژواک خبري اژانس ته د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل چې په دې ولایت کې د حزب التحریر فعاليتونه ډير شوي او دى يې اندېښمن کړى دى.
ضیاء وايي چې دغه ډله د تخار په پوهنیزو مرکزونو کې ډېره فعاله ده، دغو مرکزونو ته نوي ورغلي ځوانان جلبوي او د حکومت ضد فعاليتونو ته یې هڅوي.
والي زياته کړه :((موږ په دې اړه اندېښمن یو، تخار هم له دې اړخه زیانمن شوی، موږ په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت ته لیک استولی، په دغه لیک کې مو د تخار د خلکو، مدني ټولنې او د چارواکو اندېښنې، لاملونه او د حل لارې مو ورته په ګوته کړي خو تر اوسه د لوړو زده کړو د وزیر ځواب ته په تمه یو.))
نوموړی وايي چې په امنیتي ناسته کې یې له اړونده ارګانونو سره پرېکړه کړې چې د اسنادو په تر لاسه کولو سره د دې ډلې غړي ونيسي.
په همدې مهال بیا د تخار د مدني ټولنې د شبکې مشر منیر احمد هدف پژواک ته وويل چې دغه ډله په پوهنتونونو کې افراطي نظریات خپروي.
هدف وايي چې حزب التحریر پورې اړوند استادانو سره چې د اسلام په اړه بحث وشي، افراطي مسایلو ته لمنه وهي.
نوموړی زياتوي:((د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه دغه ډله له دین او حکومت څخه ځانګړې پېژندنه نه لري، ټول اسلامي فکري بهیرونه د اسلام دین خلاف بولي او نه یې مني، دوی داسې خطرناک افراطي فکرونه مطرح کوي چې په راتلونکي کې يې خطر له داعشه هم ډېر دى.))
دی وايي، ډېر ځله یې په دې اړه ددغې ډلې له استادانو سره بحث کړی چې نظر یې ور تغیر کړي، خو په خبره یې له لسو دقیقو بحث وروسته یې ورته د ابوجهل او یا هم د کافر لقب ورکړی او تللي دي.
په تالقانو کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل سید ملک حسین رحیم پژواک ته وويل چې د وخت په تېرېدو سره په دغه ولایت کې د حزب التحریر د فعالیت، جلب او جذب لمنه پراخېږي.
رحیم وايي چې دغه ډله په پوهنیزو مرکزونو کې ډېره طرفدار لري او غواړي له دې لارې خپل فکرونه له نورو ځوانانو سره شریک کړی.
د نوموړی په وينا:((دوی کله ناکله ناستې کوي، خپل فکرونه سره شریکوي، نظام کفري بولي، ډیمواکرسي د اسلام خلاف بولي، دوی د تخار په پوهنتونونو کې ډېر فعالیت لري او غواړي ځوانان ورته جلب کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن