Language

د “جنسي تېري” ښکار شوې نجلۍ عدالت غواړي

 کندوز(پژواک، ١٦ سلواغه٩٥): د ياسمين په نامه هغه ځوانه نجلۍ ده چې دوه مياشتې وړاندې په کندوز ښار کې وتښتول شوه، ادعا کوي چې د سړي تښتوونکو سره د بند پرمهال پرې ٢٠ ځله جنسي تېرى شوى دى.

د کندوز امنيې قوماندانۍ د جنايي جريمونو سره د مبارزې مدير ويس الدين تلاش وويل چې يوې کورنۍ د مرغومي مياشتې په ١٥مه نېټه دې مديريت ته عريضه وکړه چې ګني ځوانه لور يې له څو مودې راهيسې ورکه شوې ده.

نوموړي زياته کړه:((د کورنۍ له عريضې وروسته موهڅې پيل کړې او وتوانېدو څو  دا نجلۍ چې د کندوز ښار په سر دوره سيمه کې په يوه کور کې ساتل کېده، د سړي تښتوونکو له قيده را خوشي کړي او تر څنګ يې يو کس هم د قضيې په تړاو له يو ميل تومانچې سره ونيسو.))

شل کلنه ياسمين چې د سړي تښتوونکو له بنده را خوشي شوې، ادعا کوي له نږدې کور نه د دوو کسانو له لوري وتښتول شوه او نږدې دوه مياشتې چې له تښتوونکو سره بندي وه، څه باندې ٢٠ ځله پرې جنسي تېرى شوى دى.

هغې وويل:((د کندوز ښار د لومړۍ ناحيې له ابراهيم خېل سيمې نه د دوو کسانو له لوري چې سره وروڼه وو، وتښتول شوم، زه يې بې هوښه کړم، کله چې په هوښ راغلم، په کور کې راته همدا دوه وروڼه سر ته ناست وو، تومانچه ورسره وه، بهر ته نه شوى تللى، د يوې مياشتې په ترڅ کې يې يوه راباندې څه باندې شل ځله جنسي تېرى وکړ.))

د ياسمين مور او پلار هم له حکومت نه دعدالت او د هغوى د لور د تښتولو او جنسي تېري د عاملينو د مجازات غوښتنه کوي.

د ياسمين پلارسيف الدين وويل:((موږ د قوماندانۍ له مشرانو مننه کوو او د حکومت له قضايي او عدلي ارګانونو غواړو چې جنايتکاران ونيسي او د خپلو اعمالو سزا ورکړي.))

د نور اغا په نوم کس چې پر دې نجلۍ د تېري او تښتونې په تور  د پوليسو له لوري نيول شوى، دا قضيه بل ډول بيانوي.

هغه وويل:((له ياسمين سره مې له دوو مياشتو راهيسې اړيکه درلوده، ماته يې ټيلېفون وکړ چې پلار مې يوه بوډا ته ورکوي، که چېرته له کابل نه رانه شې، زه خپله ستاسې کور ته درځم، کله چې له کابل ورغلم، دا نجلۍ زموږ کور ته راغلې وه، ما هم د قوم مشران د نجلۍ کور ته ولېږل، د ١٢٠ زره افغانۍ ولور په بدل کې يې نجلۍ راکړه، ايجاب او قبول هم وشول.))

نوموړي زياته کړه چې د ١٢٠ زره افغانۍ ولور نه يې ٥٠ زره افغانۍ ورکړې، خود پاتې ٧٠ زره افغانيو د نه ورکولو په سبب د ياسمين کورنۍ د تښتونې او جنسي تېري قضيه مطرح کړې ده.

دغه تورن زياته کړه:((ياسمين مې ناموس دى او د عمر تر پايه به يې خوشي نه کړم.))

login or register a new account.