Language

د غزني د ولايتي شورا د رييس او څو تنو نورو موټر  تر واورو لاندې شوي

غزني ښار(پژواک،١٦سلواغه٩٥): د غزني په ناهور ولسوالۍ کې د غزني د ولايتي شورا د رييس او څو تنو نورو موټر  تر واورو لاندې شوي چې له امله يې يو پوليس ټپي او د ولايتي شورا يو بل غړى سخت ناروغ شوى دى.

دغه راز په غزني کې د پرله پسې واورې ورېدو له امله د کابل-کندهار لويه لار او د دې ولايت د ټولو ولسواليو لارې هم له غزني ښار سره تړل شوې دي.

د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى، د ولايتي شورا  رييس خالقداد اکبري او ددې شورا يو شمېر نور غړي د ځينو ولسواليو د ليدنې په موخه ورغلي وو.

هغه وايي: (( بېګاه موږ حرکت وکړ چې بېرته غزني ته راشي خو په ناهور ولسوالۍ کېمو موټرې  تر واورو لاندې شوي، بيا مو درې ساعته پياده مزل وکړ چې په لاره کې يو پوليس هم ټپي شوى او د ولايتي شورا يو بل غړى نصيراحمد فقيري سخت ناروغ دى.))

جامع ونه ويل چې پوليس څنګه ټپي شوى، خو  زياته يې کړه چې دوى اوسمهال د سيمې په يو جومات کې دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

دغه راز د ګيلان ولسوال محمد کريم تره کي پژواک ته وويل چې د کابل-کندهار لويه لار د حسن کاريز په سيمه کې تړل شوې ده.

هغه وايي: (( څو ورځې وړاندې طالبانو دلته يو پول په ماينونو الوځولى و چې اوس په کې واوره شوې او لاره يې بنده کړې ده.))

هغه زياته کړه چې د پله دواړو لوريو ته بې شمېره موټر  ولاړ  دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ده يک ولسوال هارون باور هم وايي چې د پرله پسې ورښتونو له امله ددې ولسوالۍ لويه لار له مرکز غزني سره تړل شوې ده.

هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا نيم متر واوره شوې خو تر اوسه يې چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې.

دغه راز د اندړو امنيه قوماندان محمد نذير غورځنګ پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم ډيره واوره شوې  چې له امله يې لارې تړل شوې دي.

هغه وايي: (( په دې ولسوالۍ د غزني-پکتيکا لار هم ده خو واوره شوې او لاره بنده، خو تر اوسه تلفات نه لرو او د بېړنو حالاتو لپاره مو اماده ګې نيولې ده.))

login or register a new account.