غزني (پژواک ١٦ سلواغه ٩٥): د غزني مسوولين وايي، په ګيلان ولسوالۍ کې يې د واورو د ورېدو له امله بند د مسافرو وړونکو ١٣٠ موټر ژغورلي او ٣٥ لا بند پاتې دي.
د دې ولايت امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي موټر د غزني د ګيلان ولسوالۍ او د زابل د پښ کندې سيمې ترمنځ بند پاتې وو، چې د ماښام له اتو بجو راهيسې يې زياتره لوى او واړه مسافر وړونکي موټر ژغورلي او په کې سپاره نږدې څلور زره کسان مسافر يې خوندي ځايونو ته رسولي دي.
ده زياته کړه، لا هم شاوخوا ٣٥ موټر بند پاتې دي، خو دوى هڅه کوي چې هغوى هم وژغوري.
نوموړي د غزني پر ولايتي ادارې او په ځانګړې توګه د فوايد عامې پر رياست نيوکه وکړه چې د موټرو په ژغورلو کې يې ورسره همکاري نه ده کړې.
login or register a new account.