هرات-پل علم(پژواک،١٦سلواغه٩٥): په هرات د پرله پسې ورښتونو او سړې هوا له امله دوه تنه مړه شوي او د واورې ورزدو له امله د لوګر د دوه ولسواليو لویې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
د هرات د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس حميدالله مبارز د سلواغې په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دې ولايت په پنځلس ګونو ولسواليو کې ورښتونه شوي او هوا يې هم ډيره سړه کړې ده.
هغه وايي چې په ځينو ولسواليو کې تر ٨٠ سانتې متره پورې هم واوره شوې چې له امله يې د ځينو ولسواليو لويې او وړې لارې تړل شوې دي.
ده وويل چې د همدې سړې هوا له امله په ادرسکن ولسوالۍ کې يوې نهه کلنې نجلۍ او يو سړي خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د وروستيو ورښتونو له امله په کهسان، ادرسکن او ګذرې ولسوالۍ کې څلور سوه څاروي له منځه تللي او په اوبې ولسوالۍ کې د استوګنې شپږ کورونه هم ويجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، د کومو کسانو کورونه چې په اوبې ولسوالۍ کې ويجاړ شوي ، د سرې مياشتې له لوري ورته بېړنۍ مرستې رسول شوې دي.
مبارز وويل چې د بېړنيو مرستو لپاره دوى پوره چمتوالى لري او په خپل وخت کې به له خلکو سره مرستې وکړي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د واورې ورېدو له امله د لوګر د خروار او ازرې ولسواليو لارې له مرکز پل علم سره تړل شوې دي.
د خروار قومي مشر محمد ناصر احمدزي پژواک ته وويل چې د مولانا او خواجه انګور کوتل په سيمو کې ډيره واوره شوې او د دې ولسوالۍ لويه لار يې له مرکز پل علم او پکتيا ولايت سره تړلې ده.
هغه وويل: (( د خروار په کلينيک ١١ نسايي ولادي ناروغان دي، ژوند يې له خطر سره مخ دى هرڅه ژر بايد مرکز پل علم ته ورسول شي.))
ده وويل چې د يادې لارې د خلاصون په موخه تر اوسه هيڅ اقدام نه دى شوى.
د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د واورې ورېدو له امله د ازرې ولسوالۍ ټولې لارې له مرکز سره تړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP