لښکرګاه(پژواک،١٧سلواغه۹۵): د هلمند د ناوې اوسېدونکي وايي چې امنيتي چارواکي دې له ژمنې سره سم په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات وکړي.
د ناوې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران نن د سلواغې په١٧مه د هلمند ولايتي شورا ته ورغلي وو او دغه څرګندونې يې هلته وکړې.
د ناوې يو تن قومي مشر حاجي غازي خان وويل چې حکومت له دوى سره په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت ژمنې کړي، خو تر اوسه يې عمل پرې نه دى کړى.
ده زياته کړه چې امنيتي چارواکي بايد د ژمي له موسم څخه په ګټې اخيستنې سره په دې ولسوالۍ کې عمليات کړي واى.
هغه وايي: (( ولسونه چمتو دي چې په عملياتو کې له امنيتي ځواکونو سره برخه واخلي او امنيت ټينګ کړي خو دوى ټينګ پلان نه لري.))
د غازي خان د معلوماتو له مخې، وسله والو مخالفينو ددې ولسوالۍ ډيرې سيمې په ماينونو پوښلې دي او يو شمېر ځوانان يې هم خپلو ليکو ته جذب کړي دي.
د ناوې د ټولنيزې شورا غړي سيد رسول وويل چې حکومت دې له ژمنې سره سم په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ کړي او که دا کار يې له توانه پوره نه وي نو ولس ته دې سپينه خبره وکړي.
هغه زياته کړه: (( همدا اوس ژمى دى، ښه د عملياتو وخت دى که چيرې سيمې شنې شوې، بيا د عملياتو امکان نشته.))
په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم خان اتل وويل چې امنيتي چارواکو دوى ته هم ويلي وو چې په ناوې کې عمليات ترسره کوي ، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.
اتل وايي چې که حکومت په دې برخه کې بې غوري وکړي، نو دوى به له خلکو سره په ګډه په دې برخه کې پرېکړه وکړي.
خو د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر بيا وايي چې اوسمهال امنيتي ځواکونه له لښکرګاه ښار پرته د نورو سيمو د امنيت د ټينګښت لپاره ځواکونه او تجهيزات نه لري.
د هغه په اند که بهرني ځواکونه د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي نو کيداى شي مثبت بدلون رامنځته شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP