هرات-پل علم(پژواک،١٧سلواغه٩٥): په لوګر او هرات ولايتونو کې د واورې ورېدو له امله د دوه ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د سلواغې په١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په ادرسکن ولسوالۍ کې د واورې ورېدو له امله د يوې کوټې چت پريوتى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه ښځې، دوه سړي او يو ٩ کلن ماشوم مړه شوي دي.
دغه راز هغه وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله په اوبې او ګذره ولسواليو کې د استوګنې ٢٠ کورونه هم ويجاړ شوي دي.
ده وويل چې د هرات ټولو ولسواليو ته پلاوي استول شوي چې تر سروې وروسته به زيانمن شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې هم د واورې ورېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې تېره شپه په بره کي برک ولسوالۍ کې د واورې ورېدو له امله د يوې کوټې چت پريوتى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې ښځه او خاوند او يوه لور يې مړه شوي دي او دوه تنه نور ټپيان دي.
ده وويل چې ياد کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
صالح وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله د لوګر د ټولو ولسواليو لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، د وروستيو ورښتو له امله په ټول هېواد کې ٣٧ تنه مړه شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د يادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په ٢٥ولايتونو کې واوره او ځينو نورو کې يې بارانونه شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP