ښرنه(پژواک،١٨سلواغه٩٥): د پکتيکا له روزنيز مرکز څخه لسګونه سيمه ييز پوليس فارغ شول چې د امنيت د ټينګښت په موخه به په مرکز ښرنه او ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي.
دپکتیکا والی محمد الياس وحدت د سلواغې په ١٨مه په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته وويل، چې ددې ولايت له روزنيز مرکز څخه ۷۰ تنه سيمه ييز پوليس فارغ شول چې دمرکز او ولسواليو په بيلا بيلو سيمو کې به پر دندو وګومارل شي.
هغه وويل چې دې پوليسو ته دوه مياشتې مسلکي زده کړې ورکول شوي ترڅو د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي او ترڅنګ يې له خلکو سره هم ښه چلند وکړي.
دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال عبدالرووف مسعود وويل، هڅه کوي ترڅو د دې ولايت ډيری هغو پوليسو ته چې تر دې دمه يې مسلکي زده کړي نه دې کړي هم دې روزنيز مرکز ته د زده کړو په موخه ور معرفي کړي.
هغه له قومي مشرانو، علماوو او په ټوله کې له خلکو وغوښتل چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د هغوی ترڅنګ ودريږي.
د پکتيکا د يحيي خېلو ولسوالۍ اوسيدونکي سيد نور پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د نورو امنيتي ځواکونو په پرتله سيمه ييزو پوليسو ښه نتيجه ورکړې، خو يوازې مسلکي روزنې ته اړتيا لري چې له مخې به يې خپلې دندې نورې هم مسلکي او قانوني کړي.
نوموړي زياته کړه چې ددې ولايت په ډيرو برخو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې سيمه ييز پوليس وي خو د وسلو او تجهيزاتو په برخه کې ستونزې لري.
داسې مهال د پکتيکا له روزنيز مرکز څخه سيمه ييز پوليس فارغيږي چې تر دې وړاندې څو ځلې د دې ولايت اوسېدونکو د سيمه ييزو پوليسو له ناسم چلند څخه شکايتونه کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP