Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې اووه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې اووه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د الينګار ولسوالۍ اړوند د ميدانيو په سيمه کې نن سهار د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ددې نښتې پر مهال د وسله والو  مخالفينو له لوري د هاوان د راتوغول شوو مرميو د لګېدو له امله دوه مېرمنې او يو ماشوم وژل شوي او د دې تر څنګ څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ځواک په وينا، د لغمان والي د عامې روغتيا روغتون مسوولينو ته جدي لارښوونه کړې، څو ژر تر ژره د ټپيانو په بېړنۍ درملنه کې لاس په کار شي.

د والي وياند وايي، د دې تر څنګ والي  ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې چې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په لغمان کې ملکي وګړو ته په داسې حال کې مرګ ژوبله اوښتې چې د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر نن په خپل کلني راپور کې وويل چې تېرکال په افغانستان کې څه دپاسه ١١ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.