Language

غزني کې واورو ځاني او مالي زیانونه اړولي

غزني (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): په غزني کې سيمه ييز چارواکي وايي چې د وروستيو پرله پسې ورښتونو له امله په دغه ولايت کې د پنځو ښځو په ګډون ١١ کسان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند عزيز عظيمي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورو ولايتونو په څېر وروستيو واورو په دغه ولايت کې هم خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

ده وويل چې د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې د دوو ښځو په ګډون ٧ تنه مړه شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه خلک روغتون روان وو چې لاره پرې بنده شوې او د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د هغه په وينا، د همدغو ورښتونو او سړې هوا له امله دوه مېرمنې په مالستان، يوه ښځه په واغظ او يو بل کس په ده يک ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

ده وويل چې له يو شمېر شرکتونو سره د غزني د ولسواليو د لارو خلاصولو تړونونه لاسليک شوي تر څو خلک نور له ستونزو سره مخ نه شي.

خو په غزني کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر حفيظ الله ګلستانى بيا وايي چې د دوى د معلوماتو له مخې وروستيو واورو په غزني کې پنځه تنه وژلي دي.

هغه وايي: ((موږ د بېړنيو مرستو لپاره پوره چمتووالى لرو، خو لارې بندې دي تر اوسه مو خلکو ته هېڅ مرستې نه دې رسولي.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا منشي حسن رضا يوسفي هم پژواک ته وويل چې وروستيو ورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه: ((سږ کال په غزني کې زیاتي واورې شوې دي خلک له ستونزو سره مخ دي باید حکومت يې پوره همکاري وکړي.))

ده وويل که چېرې د ولسواليو لارې خلاصې نه شي، کېداى شي په دغه ولايت کې د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني ويلي وو چې په ټول هېواد کې د وروستيو ورښتونو له امله ١٦٠ کسان وژل شوي او څلور سوه شاوخوا کورنۍ نړېدلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.