Language

هلمند کې د کرکټ اکاډمي او لوبغالی جوړېږي

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۵): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د اووه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت يو لوبغالى او د کرکټ يوه اکاډمي جوړېږي.

دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٠مه د افغانستان د کرکټ بورډ سلاکار عزيزالله فضلي په مرکز لښکرګاه کې د هلمند له والي حيات الله حيات سره په ګډه غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٥مه د مرکز لښکرګاه د ساپيانو په سيمه کې به د کرکټ لوبې لپاره د يو لوبغالي او يوې اکاډمۍ د جوړېدو چارې پيل شي.

هغه زياته کړه چې دغه لوبغالى او اکاډمي په شل جريبه ځمکه کې د اووه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

ده وويل چې د دې پروژې مالي لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول کېږي.

فضلي وايي: ((موږ هلمند ته ځکه لومړيتوب ورکړى چې په دغه ولايت کې د کرکټ مينه وال ډېر دي او هم به ځوانان مصروفه شي او دغه کار به د سولې لپاره يوه وسيله شي.))

په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د يادې ځمکې قانوني پړاوونه پاى ته رسېدلي او کرکټ بورډ ته يې سپارلې ده.

ده له ځوانانو وغوښتل چې د کرکټ په لوبه کې فعاله ونډه واخلي تر څو په دغه ولايت کې سوله او ټيکاو رامنځته شي.

په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسيمې نيازې وويل چې په ياده سيمه کې پاتې پنځه جريبه ځکه دې هم کرکټ بورد ته ورکړل شي څو له غصب څخه وژغورل شي.

نيازۍ ټينګار وکړ چې ولايتي چارواکي هم بايد هڅه وکړي تر څو د دغه لوبغالي د معيارې جوړېدو او نورو اړتياو پوره کېدو لپاره بوديجه پيدا کړي.

login or register a new account.

Related Topics