Language

وسله والو د لوګر له ازرې څلور قومي مشران تښتلولي

پل علم (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): په لوګر کې سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د ازرې ولسوالۍ څلور قومي مشران تښتولي دي.

د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د درې خولې په سيمه کې طالبانو څلور قومي مشران له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې بيولي دي.

ده وويل چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه يې څو ځلې طالبانو ته جرګه لېږلې خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو غوښتنه تر اوسه معلومه نه ده خو يوازې دومره يې ويلي چې دغه کسان يې ځکه وړې دي چې له حکومت سره يې همکاري کوله.))

ولسوال وايي هڅه کوي څو دغه موضوع د قومي جرګې له لوري حل کړي څو بله معامله پکې ونه شي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې چې دې خلکو له حکومت سره هيڅ ډول همکاري نه لرله.

هغه زياته کړه: ((دغه بېچاره ګان يواځې د خلکو نماينده ګان وو، له حکومت او بل چا سره يې همکاري نه لرله.))

وکيل ټينګار وکړ چې طالبان بايد دغه کسان هر څه ژر  خوشي کړي ځکه چې بې ګناه دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تير کال هم وسله والو طالبانو د ازرې ولسوالۍ ١٥ قومي مشران بيولي وو خو له يو څه موده وروسته يې بيرته راه خوشې کړل.

ازره د لوګر د نا امنو ولسواليو څخه ده چې د تيرو ١٤کلونو راهيسې لاره له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.