Language

د محصول زیاتوالي له امله په ارګون کې لسګونه موټر ولاړ دي

ښرنه (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ د ګمرک مخې ته د سوداګرو لسګونه موټر د لوړ محصول اخيستو له امله ولاړ دي او چلوونکو يې ګواښ کړى چې که ستونزه يې هواره نه شي، پر سوله ييز لاريون به لاس پورې کړي.

د شمال خان په نوم يوه موټر چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو ورځو راهيسې دوی خپل لوی بار وړونکي موټر درولي دی؛ ځکه چې د ګمرک مسوولين ورڅخه لوړ محصول اخلي.

هغه زياته کړه چې په پکتيکا تېرېدونکي لارې خامه او له خطرونو ډکې دې؛ ځکه دوی په خپلو موټرو کې له ۲۰ تر پنځه ويشت ټنه بار باروي، خو د ګمرک مسوولينو له تېرو شپږو ورځو راهيسې د دوی موټر ۳۰ ټنه محصول کوي چې دا د ځان په حق کې تېری بولي.

شمال خان وايي: ((د ګمرک مسوولينو راته ويلې دي چې شپږ ورځې وړاندې دوی ته له ګمرکاتو څخه رسمي مکتوب راغلی چې بار وړونکي موټر بايد ۳۰ ټنه محصول شي په داسي کې چې له دې وړاندې ۲۰ او ۲۳ ټنه محصول کېدل.))

هغه له مسوولو ادارو غواړي چې د پکتيکا وضعيت او لويو لارو ته په کتو دې په خپله پرېکړه بيا کتنه وکړي او د موټر چلوونکو ستونزې دې هوارې کړي.

د محمدنبې په نوم يو بل چلوونکي هم پژواک ته وويل چې له انګور اډې ـــ ارګون او د پکتيکا تر مرکزه دوی په خامه لارو مزل کوي، لارې دومره خرابې دي چې هره ورځ په دې لارو يو يادوه موټر چپه کېږي.

د نوموړي په وينا، اړونده ادارې ددې پر ځاى چې ددوى ستونزې هوارې کړي، محصول يې پرې زيات کړى .

هغه هم وايي چې که يې ستونزه هواره نه شي، دوی به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

د قاري حيفظ په نوم يوه سوداګر پژواک ته وويل چې د پکتيکا لويو لارو ته په کتلو د ګمرکاتو د ادارې له لوري دا ډول پرېکړه چې هر موټر ۳۰ ټنه محصول شي ناسمه ده او دې کار سره به  سوداګر له پانګونې لاس په سر شي.

هغه وايې، په سلګونو موټر بار ولاړ دې، په ډېرو موټرو کې سبزي او دې ورته نور مالونه بار دي چې خرابيږي او که يې په موټرو محصول کم نه کړي دوی به ياده لويه لاره وتړي.

د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې ولايتي ادارې هم دا ستونزه درک کړې چې د پکتيکا لويه لار ترانزيټ نه دی، معياري تاسيسات په اورګون او انګور اډه کې نشته.

هغه وايي چې له سوداګرو او موټر  چلوونکو سره په اړيکه کې دى، خو زياتوي، هغه اسانتياوې چې سوداګر يې غواړي د ماليې وزارت له صلاحيته پورته خبره ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.