مهترلام (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): په لغمان ولايت کې د يوه کور د خونې چت لوېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند په دهمزنګ سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، تېره شپه په ياده سيمه کې تر ورښتونو وروسته د يوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله يې درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د ځواک په وينا، په مړو کې پلار او دوه اولادونه یې او په ټپيانو کې مور او لور شامل دي.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
نوموړي وويل چې والي عبدالجبار نعيمي له طبيعي پېښو سره د چمتووالي کمېټې مسوولين سيمې ته استولي، څو د پېښې له ساحې ليدنه وکړي او د قربانيانو مرستې ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، په دې وروستيو کې په هېواد کې د طبيعي پېښو له امله لسګونه هېوادوال مړه شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP