ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مس عینک د ۱۶ کلنو کرکټ لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي لپاره ازموینه واخیستل شوه

د مس عینک د ۱۶ کلنو کرکټ لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي لپاره ازموینه واخیستل شوه

author avatar
10 Feb 2017 - 14:31
د مس عینک د ۱۶ کلنو کرکټ لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي لپاره ازموینه واخیستل شوه
author avatar
10 Feb 2017 - 14:31

خوست ښار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): په خوست ولايت کې د مس عينک زون د ۱۶ کلنو کرکټ لوبډلې ته د لوبغاړو غوره کولو په موخه له لسګونو ځوانانو عملي ازموينه واخيستل شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د ټاکنيزې کمېټې مسوولين وايي چې د ۱۶ کلنو لوبډلو لپاره يې د لوبغاړو پروسه په رڼه توګه روانه ده.

په همدې موخه د خوست په کرکټ اکاډمۍ کې د سلواغې په ٢٢مه لسګونه لوبغالي راټول شوي وو چې د مس عينک د ۱۶ کلنو لوبډلې لپاره د غوراوي په ازموينه کې ګډون وکړي.

شاوخوا پنځلس کلن ګل رحمن چې د پکتيکا اوسېدونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وويل، په ولايتي ازموينه کې یې ښې نومرې اخيستې او دې ته په تمه دی چې د مس عينک د ۱۶ کلنو لوبډلې لپاره غوره شي.

هغه زياته کړه: ((پکتيکا کې کرکټ اکاډمي نشته، له کرکټ بورډ څخه مې غوښتنه دا ده چې اکاډمي راته جوړه کړي. مخکې مې پکتيکا کې ازموينه ورکړې ده، هلته مې باولېنګ ښه و او هيله من يم چې مس عينک لوبډلې لپاره واخيستل شم.))

د دغو لوبغاړو له ډلې يو بل شپاړس کلن بشير احمد دی، هغه پژواک اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې له مهاجرت څخه پکتيا ته راستون شوی او کرکټ يې هم په مهاجرت کې زده کړی.

دی وايي: ((په افغانستان کې ډېر ښه کرکټ کېږي، کورني کرکټ يې ډېر پرمختګ کړی دی، ملي لوبډله مو هم پرمختللې ده، انشاالله چې افغانان به ډېر ژر د کرکټ نړيوال کپ له ځان سره افغانستان ته راوړي.))

د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيزې کمېټې مشر نوروز منګل وايي چې د لوبغاړو په غوراوي کې يې دغه ځل د هر ډول مداخلې او واسطې مخه نيولې او لوبغاړي په بشپړ ډول د خپل استعداد له مخې غوره کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بند امير زون لپاره په کابل کې لوبغاړي انتخاب شوي او په راتلونکو ورځو کې به د نورو زونونو د لوبډلو لپاره هم د لوبغاړو د انتخاب پروسه ترسره شي.

منګل زياتوي: ((شاوخوا پنځلس کلن لوبغاړي کرکټ بورډ ته انتخابوو چې په راتلونکي کې وکولای شي د ۱۹ کلنو يوه ښه او پياوړې لوبډلو کرکټ بورډ ولري او شل يا نولس ښه لوبغاړي ورته انتخاب کړو.))

د افغانستا پر کرکټ بورډ ستره نيوکه دا ده چې په تېر کې يې ځيني لوبغاړي د روابطو پر اساس ملي او نورو لوبډلو ته غوره کړي، خو کرکټ بورډ وايي چې دغه ځل چا ته د شکايت موقع نه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.