Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د کابل پر سيند د ١٠٠ متره په اوږودوالي پول جوړېږي

لغمان کې د کابل پر سيند د ١٠٠ متره په اوږودوالي پول جوړېږي

author avatar
10 Feb 2017 - 10:38
لغمان کې د کابل پر سيند د ١٠٠ متره په اوږودوالي پول جوړېږي
author avatar
10 Feb 2017 - 10:38

مهترلام (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): په لغمان ولايت کې د کابل پر سيند د ١٠٠ متره په اوږودوالي د شهيدانو سیمې پول جوړېـږي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې دغه پول د قرغيو ولسوالۍ اړوند د شهيدانو په سيمه کې د کابل پر سيند جوړېږي چې شاوخوا ٤٠ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه زياته کړه چې ياد لګښت د کليو بيارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام (NRAP)  برنامې له خوا ورکول کېږي.

سرحدي ځواک وايي چې دغه پول سل متره اوږودوالى، ٩ متره سور لري او دواړو غاړو ته يې د پلي تلونکو لپاره د لارو تر څنګ د نږدې يو کيلومتر سړک هم جوړېږي.

د نوموړي په وينا، د دغه پول چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي چې تر اوسه يې ځيني کارونه شوي هم دي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي پرون  د ياد پول چارې له نږدې وکتلې او له جوړوونکي شرکت څخه يې غوښتنه وکړه چې کيفيت یې ته ډېره پاملرنه وکړي او پروژه پر ټاکلي وخت بشپړه کړي.

هغه زياته کړه چې د شهیدانو پول په جوړېدو سره نه يوازې په دې سيمه کې به د زرګونو خلکو په تګ راتګ کې اسانتيا رامنځته شي، بلکې په امنيتي برخه کې به پر ځينو اسانتیاوو سربېره د بادپښ ولسوالي د کابل– جلال اباد له لويې لارې سره د ۱۶ کیلومترو په واټن کې ونښلول شي چې دا مهال ياده ولسوالي له مرکز مهترلام څخه د ۴۵ کيلومتره لرې پرته ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.