Language

لغمان کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي

مهترلام  (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): په لغمان ولايت کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ‌ځواک د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاده چاودنه د چسپکي ماین له امله نن له غرمې وروسته د ولايت په مرکز مهترلام کې وشوه.

هغه زياته کړه چې ماين د امنيې قوماندانۍ د بشري حقوقو  څانګې د مدير پر رينجر موټر نښلول شوى و.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې يو ترافيک او يو ملکي وګړی ټپيان شوي او موټر هم زيانمن شوى دى.

ځواک د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.