Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې پنځه کانالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

مهترلام (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): په لغمان ولايت کې د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو کانالونو پروژې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیزخان کڅ د فېروز اباد، د کاکڅ ډاګ، د بلوچ اباد، د چهار باغ د الو او دغه راز د تره خېلو د کانال او ترناب پروژې شاملې دي.

هغه زياته کړه چې د دغو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال او وکیل حسین خېل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس او د سیمې قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.

ځواک وايي چې د کانالونو او ترناب یادې پنځه واړه پروژې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د انکشافي بودیجې له خوا د یو دېرش میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په لګښت د  ۱۵۱۵۰ مترو په اوږدوالي د اووه میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د هغه په وينا، په ټولو پروژو کې زرګونه کسانو ته په یاده موده کې د کار زمینه برابره شوې وه او سربېره پر دې یې ۲۷۴۵ هکتاره هغه ځمکه چې وړاندې په عنعنوي شکل اوبه کېده؛ د نوي او عصري سیستم تر اوبه خور لاندې تنظیم شوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې دوی په دې هڅه کې دي څو په دغه ولایت کې په بنیادي او ستراتیژیکه توګه د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او میکانیزه کولو او د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا په خاطر کوم چې د ولایت مقام له لومړیتوبونو هم شمېرل کېږي، په تدریجي توګه کوټلي ګامونه واخلي.

نعیمي زیاته کړه چې د اوبه خور په نوي او عصري سیستم دغه جوړې شوې شبکې د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې د دوی د بنیادي پروګرامونه لړۍ ده چې په راتلونکي کې به هم تعقیبېږي او د مرکز په ګډون په پنځه ګونو ولسوالیو کې به یې د عملي تطبیق لپاره اقدام کوي، څو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یو مثبت بدلون رامنځته شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.