Language

تخار کې دوه سيمه ييز پوليس له سلګونو بوتلو شرابو سره نيول شوي

تالقان (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٥): د ملي امنيت ځواکونو د تخار ولايت دوه سيمه ييز پوليس له سلګونو بوتلو شرابو سره نيولي دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو په يو رېنجر او پيکپ موټر کې له خواجه غار ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز تالقانو ښار ته شراب  لېږدول چې د ملي امنيت ځواکونو لخوا ونيول شول.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت ځواکونو له يادو سيمه ييزو پوليسو سره نښته هم کړې چې له امله يې يو سرتېرى ټپي شوى دى.

تيمور وايي چې د نښتې په پايله کې ياد دوه موټر او چلوونکي يې چې سيمه ييز پوليس دي، د ملي امنيت لخوا نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، منسوبينو يې له يادو موټرو څخه ١٥٠٠ بوتله بېلا بېل ډول شراب ترلاسه کړي چې تازه له تاجکستان څخه راوړل شوي وو.

د خواجه غار ولسوال محمد عمر هم د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې له دې خوا څخه تاجکستان ته نشه يي توکي او له هغې خوا شراب قاچاق کېږي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه دوى خبر نه وو چې له تاجکستان څخه شراب راوړل کېږي، خو له دې وروسته به يې د مخنيوي هڅه وکړي.

د يادونې ده چې د تخار والي محمد ياسين ضياء څو ورځې مخکې  ګواښ کړى و چې که په تخار کې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونه نيول شي؛ نو دغه ولايت به د نشه يي توکو د قاچاق او د مافيا په مرکز  بدل شي.

هغه زياته کړې وه چې  تخار ولايت کې د نشه يي توکو د زيات کاروبار  له امله ددغه ولايت پر امنيت هم بده اغېزه کړې ده. 

login or register a new account.