تالقان (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ یوه کورنۍ د خپلسرو وسله والو له لوري له ۷ میاشتو راهیسې بې ځايه شوې ده.
د دغې کورنۍ غړي، نن د عدالت غوښتنې په موخه د تخار د ولایت مقام مخې راټول شوي وو او له مرکزي حکومته یې د یادې وسله والې ډلې د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه کوله.
دوی چې له ځانه سره شعارونه هم درلودل، ویل ترڅو چې حکومت ور ته د منلو وړ ځواب ور نه کړي، دوی همدغلته پاتې کېږي.
د رستاق ولسوالۍ د لنګر سادات د کلي اعتراض کوونکې شیرین ګل وايي: ((د قاري الیاس په نامه یو قوماندان له خپلو وسله والو سره د شپې په کور را واوښتل، زه یې ووهلم، نګور مې د ګهوارې په سر وه، زما په زوی یې ډزې وکړې، درې مرمۍ ورباندې ولګېدې او نوی زېږېدلی لمسی یې را ته په ګهواره کې په ډزو وواژه، په نګور مې هم درې مرمۍ ولګېدې.))
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو وسله والو ورڅخه نغدې پيسې او ګاڼه هم وړې دي.
د دغې کورنۍ یو بل غړی سید عبدالودود وايي، په دغې ولسوالۍ کې د یوې وسله والې ډلې مشر قاري الیاس يې په کورنۍ په وار وار برید کړی، شپږ کسان یې ژوبل کړي، د هغوى پیسې او ګاڼه یې له ځانه سره وړې دي.
د ده په وينا، نه یواځې چې حکومت یې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې، بلکې له ۷ میاشتو راهیسې دوی خپلو سیمو ته نه شي تلای او د ولسوالۍ په يوه بل کلي کې اوسيېږي.
دی وايي: ((تر اوسه مو چا پوښتنه نه ده کړې او له خپلو کورنو سره یو ځای له سیمې تښتېدلي یو، قاري الیاس مو سیمې ته نه پرېږدي، که موږ ورشو، موږ وژني، څو وارې یې راته ګواښنه هم کړې چې ولې دې عریضه کړې.))
دوی وايي، که حکومت یې پوښتنه و نه کړي، دوی به وسلې واخلي او خپل غچ به واخلي.
په همدې مهال بیا قاري الیاس پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په ده پورې شوي تورونه ردوي او وايي، چې دوی خپلو کې سره حقوقي دعوا لري.
هغه زياته کړه، دوی په لنګر سادات سیمه کې اوسېږي او دی په رستاق ښار کې.
د نوموړي په خبره، د دغې پېښې په تړاو تر اوسه د محکمې له لوري دوه کسان په شل شل کاله بند محکوم شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP