Language

د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د امنيه قوماندان ورور ووژل شو

تالقان (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د امنيه قوماندان ورور په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د خواجه غار ولسوالۍ ولسوال  محمد عمر د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه په يوه بجه د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان په خپل باغ کې د نیالګیو اېښود لپاره تللى و، خو له مخکې يې په باغ کې ماين ځاى پر ځاى شوى و.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د امنيه قوماندان ورور چې په پوليسو کې يې دنده لرله، وژل شوى او بل پوليس ټپي دى.

ولسوال وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی. 

login or register a new account.