Language

د کندوز په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو ونډه ګمرنګه ده

 کندوز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): کندوز ولايت کې د ښځو رسنيزې فعالانې وايي چې بېلابېلې ننګونې په ځانګړي ډول وروستۍ نا امنۍ؛ د دې لامل شوې چې د دغه ولايت په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو ونډه پنځوس سلنه راکمه شي.

 د نا امنۍ پراختيا، د  کاري خونديتوب نشتون، د مناسب کاري چاپېريال نشتون، له تبعيض ډک او سليقوي چلند او...هغه عمده ننګونې دي چې په کندوز ولايت کې يې ښځې او نجلۍ په رسنيو کې له کار کولو پاتې کړې دي.

 کندوز ولايت کې د چراغ سيمه ييزې راډيو د خپرونو مسوولې کرشمه ميرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په ياد ولايت کې د نا امنيو شتون او د ښځو لپاره د کاري زمينې نشتون، يوه جدي ستونزه ده او يو شمېر کورنۍ د هغو ټيلېفوني ګواښونو له امله چې د وسله والو مخالفينو له لوري ورته شوي، خپلې لوڼې په ټولنه په ځانګړي ډول رسنيو کې کار کولو ته نه پرېږدي.

هغې زياته کړه: "اساسي ستونزه نا امني ده، زموږ په راډيو کې پخوا ١٦ نجونو کار کاوه، په دې وروستيو کې د نا امنيو له امله دغه شمېره ٣ نجونو ته رسېدلې، که چېرې وضعيت همدا ډول وي نو موږ به هم يو وخت راډيو پرېږدو."

 مېرمن ميرزاد له دولته وغوښتل، څو په کندوز کې د رسنيو د بيا پرمختګ او د خبريالانو د امنيت ټينګښت برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

په کندوز کې د شبنم سيمه ييزې راډيو مسوولې شيما حسيني د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: "پخوا مو لس همکارانې درلودې، خو اوس دا شمېر څلورو ته رسېدلى چې دوى هم له ډېرو ستونزو سره کار کوي، ځکه له يوه لوري د خپل ځان له خونديتوب ډاډمنې نه دي او بلخوا يې کورنۍ هم تر ډېره کار کولو ته نه پرېږدي."

 د خاور سيمه ييز تلوېزيون کارکوونکې پروين رحيمي، په کندوز کې نا امنۍ د ښځو او نجونو لپاره په رسنيو کې د کار کولو په وړاندې ستر ګواښ وبلله او له دولت يې د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.

 مېرمن رحيمي وويل: "د کندوز وروستۍ جګړو، د ښځو لپاره په رسنيو کې د کار کولو چاپېريال ډېر محدود کړى، پخوا زموږ په رسنۍ کې ١٣ نجونو کار کاوه، خو اوس پکې دوه نجونې دي، ځکه امنيتي وضعيت ډېر خرابه دى."

 هغې دغه راز له حکومت وغوښتل، څو د رسنيو او د رسنيو د کارکوونکو امنيت ټينګ کړي.

 اوسمهال په کندوز ولايت کې ١٠ راډيوګانې، دوه سيمه ييز تلوېزيونونه او ملي تلوېزيون فعاليت کوي، چې د يادو رسنيو د چارواکو په وينا؛ له ډېرو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 کندوز ولايت کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شهباز صابري، په ټولو چارو کې د ښځو رول مهم خو په رسنيو کې ډېر اهميت وړ وباله او زياته يې کړه چې د ښځو رسنيزو فعالانې تر ډېره کولى شي چې د نورو ښځو ستونزې وړاندې کړي.

خو هغه وويل، چې وروستۍ نا امنيو په رسنيو کې  د ښځو پر ونډې ډېر منفي رول ايستلى دى.

login or register a new account.