Language

له ازرې د تښتول شوو قومي مشرانو برخلیک لا هم نه دی معلوم

پل علم (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د لوګر له ازرې ولسوالۍ د تښتول شوو څلورو قومي مشرانو برخليک لا هم نه دی معلوم.

دغه قومي مشران چې د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي وو، شاوخوا لس ورځې مخکې د پکتيا ولايت ځدراڼو ته د يوې قومي شخړې د هواري لپاره روان وو چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له لوري وتښتول شول.

د ازرې ولسوالۍ د قومي جرګې يوه غړي حاجي حکيم د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى څو ځلې د ولسوالۍ له سيمه ييزو طالب مشرانو سره ليدلي او د یادو قومي مشرانو د خوشي کولو غوښتنه يې ترې کړې ده.

هغه زياته کړه چې قومي مشران بې طرف خلک دي، له هېچا سره تړاو نه لري، يوازې قومي شخړې او لانجې هواروي.

د قاري سردار ولي په نوم د يادې جرګې بل غړي پژواک اژانس ته وويل چې تښتول شوي قومي مشران حاجي عبدالستار،  مير غوث الدين، حاجي حيات نور او عبدالهادي نومېږي.

د نوموړي په وينا، سيمه ييزو طالبانو ورته د دوى د خوشي کولو ژمنې ورکړې، خو نن سبا کوي او تر اوسه يې نه دي خوشي کوي.

د لوګر د و لايتي شورا غړي عبدالولي وکيل  پژواک ته وويل، د دوى د  معلوماتو له مخې، طالبانو له نيول شوو قومي مشرانو پلټنې کړې او هېڅ شى يې پرې نه دي ثابت کړي.

هغه وايي چې قوم مشران له چا سره اړيکې نه لري او بې پلوه خلک دي.

د ازرې ولسوالۍ ولسوال حميد حميد هم وايي چې تر اوسه ياد کسان نه دي خوشي شوي او د ولسوالۍ د قومي جرګې غړو څو ځلې له سيمه ييزو طالبانو سره کتلي دي.

د نوموړي په وينا، حکومت په دغه کار کې مداخله نه کوي، د سيمې قومي مشران او مخور د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو هڅې کوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تر اوسه دوى د يادو قومي مشرانو په اړه معلومات نه لري، خو که چېرې طالبانو نيولي وي او پرې د حکومت پلوي ثابت نه شي؛ نو خوشي به شي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.