مزارشريف (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): د بلخ د ولايت مقام ساتونکو پر يوه موټر چلوونکي ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون له ماښام وروسته شاوخوا اوه بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يو کرولا موټر چلوونکى د والي عطاء محمد نور د کور پر لور په ډېرې تېزۍ سره روان و او د والي د کور د لارې فلزي موانع يې هم مات کړي وو.
د نوموړي په وينا، پوليسو پر دغه موټر ډزې کړې او چلوونکى يې وژلى دى.
قادري وايي، د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې او وژل شوى ٣٥ کاله عمر لري او د مزارشريف ښار اوسېدونکى دى.
د نوموړي په وينا، له ياد موټر څخه وسله او يا هم چاودېدونکي توکي نه دي ترلاسه شوي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې له پوليسو سره يې په ګډه پلټنې پيل کړې دي.
دى وايي چې د وژل شوي مړی روغتون ته لېږدول شوی او د عدلي طب تر راپور وروسته به خبره روښانه شي چې یا چلوونکی د نشې په حالت کې و او که رواني تکليف يې درلود.
login or register a new account.