Language

د غزني ولايتي شورا له ولايت مقام سره پرېکون کړى

غزني ښار (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): د غزني ولايتي شورا د ولايت له مقام سره خپلې اړيکې پرې کړې او ګواښ يې کړى، تر هغه به اړيکې بيا جوړې نه کړي چې ستونزې يې نه وي اورېدل شوې.
د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري وايي چې څو ځلې يې د غزني له والي سره يو شمېر ستونزې شريکي کړې دي، خو نه يې ستونزې هوارې کړې او نه هم ورته د حل لارې پيدا کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېری خلک برېښنا نه لري، د صنعتي پارکونو کار ځنډېدلى، د غزني ښار ځينې سيمې ناحيه شوې نه دي او داسې نورې ستونزې شته چې تل يې والي په جريان کې کړی، خو هغه هېڅ غوږ پرې نه ګروي.

د غزني د ولايتي شورا ريييس دغه راز وايي، کومې پروژې چې په دغه ولايت کې ترسره کېږي، د ولايت مقام له دوى سره نه مشوره کوي او نه يې هم په جريان کې اچوي.

د اکبري په وينا، د ولايت په ډېرو مهمو مجلسونو کې هم د ولايتي شورا غړو ته د ګډون زمينه نه برابرېږي او نه هم ورته بلنه ورکول کېږي.

ده زياته کړه: ((له کابله چې کوم پلاوي راځي موږ نه خبروي او نه مو غونډو ته ور غواړي په غزني کې چې په هره اداره کې د کوم بست اعلان اخيستل کېږې، باید موږ په کې و اوسو، خو نه مو خبروي.))

د ولايتي شورا رييس وايي چې د غزني والي د ولایتي شورا پر ضد له يو شمېر کسانو څخه بله مشورتي شورا جوړه کړې ده چې ټولې غونډې او مشورې يې له هغې شورا سره کوي.

د ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع بيا وايي چې والي په غزني کې له يو شمېر مافيايي کړيو سره لاس يو کړى او د زر جريبه ځمکې په غصب کې هم لاس لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، والي د دې پر ځاى چې د نورو غاصبينو لاس ونيسي په خپله يې ځمکه غصب کړې ده.

د جامع په وينا، په غزني کې ۱۵۰زره جريبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې او اوس يې هم لړۍ روانه ده او دغه کار لا هم په غزني کې جریان لري.

ده زياته کړه چې د غزني والي تر ځان ټولې مافيايي کړۍ راتاو کړې او هره مشوره يې له هغو سره وي.

د غزني ښار يو اوسېدونکی نصرالله وايي چې ولايت مقام د دې پر ځاى چې له مافيايي کړیو سره مشورې او مرستې وکړي بايد له ولايتي شورا سره هره ستونزه شريکه کړي.

 نصرالله وايي چې په ولايتي شورا کې د خلکو استازي په دې موخه ناست دي چې د خلکو ستونزې ولايت ته ورسوي، خو کله چې والي يې خبرو ته غوږ نه نيسي؛ نو اصلاً والي نه غواړي چې په غزني کې دې ستونزي هوارې شې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.