Language

په خوست کې د سل متره په اوږودوالي پول جوړ شو

خوست ښار (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): په خوست ولايت کې د لسګونه ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی شاوخوا ١٠٠ متره اوږود پول پرانيستل شو.

ياد شوی پُل د دغه ولايت په عليشېرو ولسوالۍ کې پر يوه خوړ چې د تريزيو پراخه سيمه د ولسوالۍ له ښارګوټي سره نښلوي جوړ شوی دی.

د خوست والي حکم خان حبيبي د سلواغې په ٢٥مه د دغه پله د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه پله باندې د ټولګټو چارو وزارت له لوري نږدې ۸۲ ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی.

هغه زياته کړه چې ياد پُل ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري چې چارې يې د يو کال په جريان کې بشپړې شوې دي.

والي وايي: ((زه په دې باور لرم چې د دغه پله د ګټې اخيستنې سره به د دغې پراخې او ستراتيژيکې ولسوالۍ ډېرې ټولنيزې ستونزې حل او ورځنيو چارو ته د خلکو په لاسرسي کې هم مهمه ونډه ولري.))

حبيبي دغه راز زياتوي، ولايتي اداره د خوست په ځانګړي ډول د عليشېرو ستراتيژيکې ولسوالۍ د بيارغونې لپاره اړين پروګرامونه تر پلان لاندې لري چې په تدريجي ډول به يو په بل پسې عملي شي.

په همدې حال کې د عليشېرو ولسوالۍ يوه قومي مشر مختارالدين جلالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه پله په جوړېدو سره د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ډېرې ستونزې حل شوې.

ده زياته کړه: ((دا يو ډېر مهم پول دی هم په ملکي لحاظ او هم نظامي لحاظ، مخکې به چې په خوړ کې اوبه راغلې نو د خوړ دواړو غاړو ته به سلګونه خلک چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل و بند پاتې و.))

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکي حبيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې له دې وړاندې په عليشېرو ولسوالۍ کې د بيارغونې دومره لويه پرژوه نه ده پلې شوې او له دولت نه غوښتنه کوي چې دغې ولسوالۍ ته پاملرنه زياته کړي.

هغه زياتوي: ((له دغه پله پر جوړېدو موږ ډېر خوښ يو خو د لوړو مقاماتو نه او ولايتي ادارې نه دا غوښتنه کوو چې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې نورې پروژې هم پلې کړي.))

عليشېرو ولسوالي چې د خوست له مرکز څخه شاوخوا ۳۰ کيلومتره لرې شمال ختيځ لور ته پرته ده، د پاکستان له کرمې ايجنسی سره ګډه پوله لري.

login or register a new account.