محمودراقي (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٥): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي، په تګاب ولسوالۍ کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده مرګ ژوبله تېر مازيګر د تګاب د احمدزيو سيمې په باباخېلو کلي کې امنيتي ځواکونو د يوه کمېن په ترڅ کې وسله والو ته اړولې ده.
ده زياته کړه، په دې کمين کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په تګاب کې د دوى ځانګړي عمليات رواني دي او تراوسه پورې يې ٢٧ لوى کلي له مخالفينو نيولي او سيمه ييز پوليس په کې ځاى په ځاى شوي دي.
په تګاب کې له يوې مياشتې راهيسې د غبار (٧) په نوم عمليات پيل شوي، چې تردې دمه دوام لري.
د تګاب د احمدزيو سيمې يوه اوسېدونکى وايي: ((د تګاب ډېرې او مهمې سیمې امنیتي ځواکونو نیولې دي او تېره ورځ د دوو وسله والو مخالفینو جنازې نجراب ولسوالۍ ته یوړل شوي، چې دوی د تګاب جګړې ته راغلي وو.))
خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن