Language

پکتیکاوال حج ته د تلونکو کسانو د ونډې زیاتوالي غوښتنه کوي

ښرنه (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٥): د پکتیکا د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې له دې ولایت څخه حج ته د تلونکو کسانو ونډه دې زیاته شي.

دوی دغه خبرې د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې حج ته د تلونکو کسانو تر منځ د قرعه کشي پر مهال وکړې.

د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولايت کې حج ته د تلونکو کسانو شمېر د نورو ولايتونو په پرتله خورا کم دی، چې له امله يې هر کال په سلګونو کسان د حج مبارکې فرضې له ادا کولو څخه پاتې کېږي.

ده زياته کړه، په ۱۳۹۰ کال کې يې د حج فرض د ادا کولو لپاره پيسې جمع کړي، خو تراوسه پورې لا هم حج ته د تلو موقع په لاس نه ده ورغلې.

نوموړی له مرکزي دولت څخه په دې اړه پکتيکا ته د پوره پاملرنې غوښتنه کوي او وايي، شمېر دې ورته زيات کړل شي، ترڅو د دې ولايت ډېر اوسېدونکي حج ته د تلو فرصت ترلاسه کړي.

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک ته وويل، درې کاله وړاندې يې د ځان او خپلې مېرمنې پيسې د حج کولو لپاره بانک کې جمع کړي، خو تر اوسه پورې نه دی توانېدلی چې د حج کولو لپاره لاړ شي.

دى زياتوي: ((ډېری موارد داسې هم کېږي چې د خاوند د حج پچه ختلې وي، خو د مېرمنې يې پاتې وي، نو په نتيجه کې يې دواړه له حج کولو څخه پاتې کېږي، هغه په دې برخه کې د يوه منظم پلان جوړولو غوښتنه وکړه.))

هغه له دولته وغوښتل چې د پکتيکا خلکو ته دې حج ته د تلونکو کسانو شمېر زيات کړي.

يواځې پکتيکاوال نه دي چې له دې ستونزې کړېږي، بلکې د دې ولايت کوچيان هم له ورته ستونزې شکايت کوي.

په پکتيکا کې يوه کوچي الله داد پژواک ته وويل، په پکتيکا کې کوچيانو ته خپل حقوق نه ورکول کېږي.

هغه زياتوي، هر کال يې له ډلې له پنځو تر شپږو تنو د حج کولو فرصت ترلاسه کوي، چې دا د دوی لپاره بسنه نه کوي.

د پکتیکا د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي ضبط الله خروټی هم مني، چې د دې ولایت سهم کم دی، خو وايي، یاده ستونزه یې د حج او اوقافو له وزارت سره شریکه کړې او هیله مند دی چې په راتلونکو کلونو کې دې برخې ته پاملرنه وشي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.