Language

د مزارشريف اوسېدونکي: چارواکي راسره د مور او مېرې چلند کوي

مزارشريف (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۵):د مزارشريف اوسېدونکي وايي، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د بيارغونې په تړاو د دولتي چارواکو د سياسي او شخصي سليقوي چلندونو له امله په باراني موسمونو کې له خورا ستونزو سره مخ وي.

د مزارشريف ښار د دښت شور سيمه، چې له روضې سره يوازې دوه کيلومتره واټن لري، له تېرې ورځې د شويو بارانونو له امله يې پر عمومي سړک کابو يو متر اوبه بهېږي.

د يادې سيمې اوسېدونکي وايي، چې د ټول ښار اوبه پر همدې سيمې روانې وي؛ خو له تېرو لسو کلونو يې د بيا-بيا غوښتونو سربېره هم دولتي چارواکو غږ نه دی اورېدلی.

د يادې سيمې اوسېدونکي عبدالصمد پژواک ته وويل، چې د دوی له سيمې سره له تېرو لسو کلونو دولتي چارواکي سياسي او شخصي سليقوي چلند کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه موده کې د ښار له مرکزي سيمې ډېر لرې سړکونه قير شوي؛ خو دښت شور سيمه چې له روضې سره دوه کيلومتره واټن لري، تر اوسه يې عمومي سړک نه دى قير شوى.

د هغه په وينا، له همدې امله هر کال په باراني موسم کې له کوره نه شي وتلى او ژوند يې له خورا ټولنيزو ستونزو سره مخ کېږي.

د سيمې بل اوسېدونکي غلام رضا پژواک ته وويل، چې تېر کال يې په همدې موسم کې د باران د راوتو اوبو له امله ناروغ ومړ.

نوموړي زياته کړه: ((ناروغ مو له کوره وويست، چې شفاخانې ته يې بوځوو، د سړک اوبه دومره ډېرې وې، چې موټر مو پکې بند شو، ډېر کوښښ مو وکړ؛ خو مخکې له دې، چې ناروغ شفاخانې ته ورسوو، ومړ.))

د يادې سيمې کلانتر خدای بيردي وويل، چې له دولتي چارواکو سره يې څو ځلې خپلې ستونزې شريکې کړې؛ خو تر دې دمه يې چا غږ نه دی اورېدلی.

نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه پورې ورته د ښاروالۍ او ولسوالۍ په ګډون هيچا هم پام نه دى کړى.

خو د مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين بيا په باراني موسم کې دا ډول ستونزې طبيعي ګڼي او د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

د ښاروالۍ مرستيال عتيق الله وهاب زاده پژواک ته وويل، چې په مزارشريف ښار کې د کاناليزاسيون سيسټم يو څه ستونزې لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.