Language

عصمت: له پښې پرې کېدو سره مې ټولې سترې هيلې نيمګړې شوې

کندوز(پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): لس کلن ماشومان چې په کندوز ولايت کې يې د هاوان مرمۍ د لګېدو پېښه کې یې يوه پښه له لاسه ورکړې، هيله لري چې هېواد ته سوله او امنيت راشي، څو له دې وروسته هېڅ کوم ماشوم ونه وژل شي او د ده په څېر برخليک ونه لري.

ياد ماشوم عصمت الله نومېږي چې دوه ورځې وړاندې په کندوز ښار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ټپي شو او يوه پښه يې پرې شوه.

عصمت وويل: ((له مدرسې نه کور ته روان  وم چې نږدې راته هاوان ولګېد، زه او څو نور کسان چې ټول مو ګاونډيان وو، ټپيان شوو.))

ياد لس کلن ماشومان چې چپه پښه يې پرې شوې، زياتوي چې د پښې له پرې کېدو وروسته يې ټولې هيلې نيمګړې پاتې دي، په زړه کې يې لويې هيلې درلودې، غوښتل يې درس ووايي او په راتلونکي کې خپل هېواد ته خدمت وکړي، خو دا هيله يې پوره نه شوه.

هغه وويل: ((غوښتل مې درس ووايم چې راتلونکي کې پوه شم، خو دې هيلې ته لا نه وم رسېدلى چې پښه مې پرې شوه، بيا هم هيله لرم چې په هېواد کې مو سوله او امنيت راشي، څو نور په هېواد کې هېڅ کوم ماشوم ونه وژل شي او د وجود غړي يې پرې نه شي.))

د عصمت الله پلار صاحب نظر هم د خپل زوى په اړه سخته اندېښنه لري او پر دولت د خلکو د امنيت د خوندي کولو په برخه کې سخته نيوکه کوي.

هغه وويل: ((کور مې د کندوز د پوليسو درېيمې حوزې ته نږدې دى، د دولت وسله والو مخالفينو يو هاوان توغولى او زموږ کور ته نږدې لګېدلى، لس کسان له مدرسې رخصت شوي وو، د څو ماشومانو په ګډون ژوبل شوي دي.))

اووه کلن نعمت الله چې په دې پېښه کې د ګېډې په برخه کې ژوبل شوى و، وويل: ((سړک ته نږدې ناست وم چې يو دم هاوان ولګېد، ټپي شوم او نورو ملګري مې هم ژوبل شول، يو ګاونډى مو ووژل شو، سخت وېرېدلى وم.))

دغه ماشوم هم له دولت وغوښتل چې امنيت راولي.

په ورته وخت کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حمدي هم وويل چې د په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د هاوان د يوې مرمۍ لګېدو په سبب د ماشومانو په ګډون اووه کسان ژوبل شول او يو وژل ووژل شو.

نوموړي وويل چې وسله والو مخالفين په دغه کار سره غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره او وحشت رامنځته کړي، خو دى خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنيتي وضعيت د هرې ورځې په تېرېدو سره ښه کېږي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.