مهترلام (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): په لغمان ولايت کې د يوې نښتې او چاودنې له امله ١٥ ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د ميدانو په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ پر يوه کور لګېدلې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي چې ملکي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د والي وياند دغه راز وويل چې تېره شپه د اليشنګ ولسوالۍ ته روان د ملي اردو پر يو کاروان د وسله والو مخالفينو بريد وشو.
ځواک وايي چې په دغه بريد کې يو سرتېرى او دوه ملکي وګړي وژل شوي او د ملي اردو اووه سرتېري ټپيان شوي دي.
نوموړي د سرتېرو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په اليشنګ ولسوالۍ کې يې شپږ دولتي ټانګونه ويجاړ او تر ٢٠ زياتو دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دى زياتوي چې په دې جګړه کې يوازې دوه طالبان ټپيان شوي دي.
د ملکي تلفاتو په اړه د طالبانو وياند وويل چې د دولتي ځواکونو يو ټانګ د يوه کور له دېوال سره جنګېدلى چې له امله يې يوه ښځه او يو ماشوم مړه شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP