ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خواجه غار لاریون کونکي: حکومت دې د انسان تښتونو مخه ونیسي

د خواجه غار لاریون کونکي: حکومت دې د انسان تښتونو مخه ونیسي

author avatar
16 Feb 2017 - 15:51
د خواجه غار لاریون کونکي: حکومت دې د انسان تښتونو مخه ونیسي
author avatar
16 Feb 2017 - 15:51

تالقان (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٥): د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په لسګونو اوسېدونکي د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او له حکومته یې د یوه تښتول شوي کس د پیداکولو غوښتنه کوله.

د قاري بشير الله په نامه يو تن لاريون کوونکي د سلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېیو ورځو راهيسې وا د قزاق د کلي یو سپین ږیری او قومي مشر حاجي ګل خان تښتول شوی، تر اوسه یې د مړي او ژوندي درک نه دی معلوم.

نوموړی وایي چې په روان کال کې دا شپږمه پېښه ده خو  تښتونکي نه دي نیول شوي.

دی وایي:(( په روان کال کې دا اوومه پېښه ده، پولیس یې مخه نه نیسي، حکومت باید دغه تښتوونکي  پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري که تښتول شوی کس پیدا نه شي موږ لاریون ته دوام ورکوو.))

خو د خواجه غار ولسوال محمد عمر وایي چې ددغه قومي مشر د پیداکولو لپاره هڅې روانې دي.

ولسوال وایي چې دغه قومي مشر د طالبانو له لوري د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د نومول شوي امنیه قوماندان مولوي قادر ګاونډی و.

د نوموړي په وينا، حاجي ګل خان د نامعلومو دلایلو له امله تښتول شوى، خو دوی یې په لټه کې دي.

عمر زياتوي:(( طالبانو دغه سپین ږیری د کندوز ولايت  دشت ارچي ولسوالۍ چې له خواجه غار سره په ګاونډ کې پرته ده  بیولی، د يادې ولسوالۍ سپین ږیرو سره مو خبرې کړې چې خوشې به شي، له دې خوا نه مو هم سپین ږیري ور استولي.))

 د خواجه غار ولسوال وایي چې که طالبان دغه قومي مشر را خوشې نه کړي، دوی به د مولوي قادر پلار او وروڼه برمته کړي.

خواجه غار د تخار له ناکرارو ولسوالیو څخه ده .

مخکې تر دې هم د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو د جنایي جرمونو د ‌ډېرېدو له امله لاریون کړی وو.     

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.