مهترلام (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٥) : د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ښوونکو د اعتصاب له امله لا هم لسګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شوې دي.
د قرغيو ولسوالۍ اړوند د ۳۸ ښوونځيو ښوونکو کاري ا عتصاب نن پنځمې ورځې ته وغځېد، دوى ادعا کوي چې د دولت لخوا ښوونکو ته ورکړل شوې ځمکې د غاصبينو لخوا غصب شوي او حکومت له غاصبينو څخه ددې ځمکو په راګرځولو کې پاتې راغلى دى.
د قرغيو ولسوالۍ د ښوونکو د شورا مشر معلم حيات الله حقدوست د سلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومتي چارواکو څو ځله ورسره په دې برخه کې ژمنې کړې، خو عملي کړې يې نه دي.
هغه زياته کړه چې دوى اوس له مجبورۍ څخه پر احتجاج پيل کړى ، ښوونکي ښوونځيو ته ځي، حاضري لاسليکوي، خو ټولګيو ته د تدريس لپاره نه ورځي.
د نوموړي په وينا، د ولايت مرستيال، سناتور قاري مير حاتم تره خېل او د ولايتي شورا غړو د يادې ستونزې په اړه له دوى سره ليدلي دي.
حقدوست وايي چې له دوى سره يادو چارواکو د راتلونکې پنجشنبې تر ورځې پورې د ستونزې د هواري ژمنه کړې .
د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي پژواک ته وويل چې دوی د قرغيو ولسوالۍ له يو شمېر ښوونکو څخه تر راتلونکې پنجشنبې ورځې پورې وخت اخيستی دى .
د هغه په وينا، له دوی سره د ښوونکو له لوري ژمنه وشوه چې خپلې دندې ته دوام ورکوي او زده کوونکو ته د زدکړې بهير به عملا پيلوي.
خو نن په پنځمه ورځ هم ښوونکي درس ته نه دي حاضر شوي.
بلخوا د والي وياند سرحدي ځواک هم ادعا کوي چې ښوونکو خپل اعتصاب پاى ته رسولى دى.
هغه زياته کړه چې والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه کمېسيون ته دنده سپارلې، څو ياده ستونزه هواره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP