Language

په اورګون کې د ماين چاودنې له امله ١١ تنه وژل شوي

ښرنه (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٥): د پکتيکا مسوولين وايي، په ارګون ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر د اورګون ولسوالۍ په بيرکوټي سيمه کې د ملکي وګړو په موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د اورګون يوه اوسېدونکي سيد محمد، پژواک ته وويل چې دا کسان د يوې ديني مدرسې زده کوونکي وو، چې غوښتل يې د پنجشنبې ورځې له رخصتۍ څخه په استفادې خپلو کورونو ته لاړ شي، خو موټر يې په خښ شوي ماين ور برابر شوى دى.

د اورګون ولسوالۍ د روغتون مسوولينو هم پژواک ته وويل، چې له دې پېښې څخه دوی ته د پنځو تنو جسدونه او څلور کسه په ژوبل حالت کې ور وړل شوي دې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.