Language

د هلمند د کجکي او ناوې ولسواليو پخوانی ولسوال  ټپي شو

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۵): د هلمند د کجکي او ناوې ولسواليو پخوانی ولسوال حاجي شرف الدين د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ټپي شو.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلي خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې شرف الدين نن شاوخوا دوه بجې کله چې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته خپل کور ته روان و،د دوو موټر سايکل سپرو تر بريد لاندې راغی او ټپي شو.

د ده په وينا، د شرف الدين کور د هلمند د مرکز لښکرګاه د دويمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې موقعيت لري.

 سرچينه زياتوي چې پوليسو پر شرف الدين يو بريدکوونکى پېژندلى او هڅه کوي چې دواړه بريدګر ونيسي.

هغه وايي چې شرف الدين دا مهال کومه رسمي دنده نه لري.

 د عبدالغني په نوم د پېښې عيني شاهد هم وايي چې شرف الدين له جومات څخه کور ته روان و چې د دوو موټرسايکل سپورو پر ډزو ټپي شو.

دی وايي، ټپي کس د هلمند ايمرجنسي روغتون ته لېږدل شوی دی.

د دې روغتون يو تن ډاکټر وويل چې شرف الدين په دې روغتون کې بستر دى او روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.

login or register a new account.