Language

له دوولسم ټولګيو سلګونو فارغانو ته د کارموندنې او ظرفيت لوړونې زده کړې ورکړل شوې

پل علم (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): په لوګر ولايت کې سلګونو د دوولسم ټولګيو فارغانو ته د کار موندنې او ظرفيت لوړونې په برخو کې درې مياشتنې زده کړې ورکړل شوې.

د دې کسانو په فراغت غونډه کې چې نن د سلواغې په ٣٠مه، جوړه شوې وه، د لوګر والي حليم فدايي وويل چې د افغانستان د موفقت موسسې لخوا د لوګر د مرکز او ولسواليو ٣٠٠٠ زده کوونکو چې ٣٦٠ يې نجونې وې، يادې زده کړې ورکړل شوې.

ده زياته کړه، د دوولسم زياتره فارغين چې وغواړي په حکومت کې دنده ترلاسه کړي، نو کاري تجربه ترې غواړي؛ نو په همدې درې مياشتنۍ دوره کې يادو کسانو ته د کار موندنې زمينه مساعده شوه، چې په راتلونکي د کار موندلو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د موفقت موسسې مشر سميع الله رحماني وويل چې له بده مرغه، کله چې يو ځوان له دوولسم ټولګي او يا پوهنتون څخه فارغ شي، نو له هغوى څخه د دندې ترلاسه کولو په وخت کې کاري تجربه غواړي، نو په همدې بنسټ يې وغوښتل چې د لوګر ځوانانو ته کاري زمينه برابره کړي، ترڅو کاري تجربه پيدا کړي.

د هغه په وينا، يادو کسانو په خپلو اړوندو لېسو کې له دولتي مامورينو سره څنګ په څنګ کې اداري او نورې بېلابېلې چارې زده کړې دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي قسيم خوشيوال بيا وويل چې د لوګر زياتره ځوانان له بېکارۍ سره مخامخ دي.

نوموړي له يادې موسسې وغوښتل چې د زده کړې درې مياشتنۍ دوره دې شپږو مياشتو ته وغځوي.

له دې دورې څخه فارغ روزدين چې د محمد اغۍ ولسوالۍ په لېسه کې يې کاري تجرپه ترلاسه کړې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې درې مياشتو کې يې وکولى شول په اداري برخه کې معلومات ترلاسه کړي.

د ده په خبره، دا چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، نو اړ دى چې د دوولسم ټولګي له فراغت وروسته، دنده پيدا کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.