مزارشريف (پژواک، ۳۰ سلواغه، ۹۵) : په بلخ ولايت کې له افغانستانه د روسانو د وتلو ورځ ( د سلواغې ۲۶مه ) که څه هم د مجاهدينو د بري ورځې په توګه ونمانځل شوه؛ خو ويناوالو مجاهدين د خپلمنځي جګړو له امله پړه وبلل.
د بلخ ولايت مقام کې د سلواغې په ۳۰مه، په همدې موخه غونډه نيول شوې وه چې د دولتي چارواکو تر څنګ په کې ديني عالمانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو هم برخه اخيستې وه.
يادې غونډې ته د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور پيغام د نوموړي د سرپرست مرستيال فيض مهراين لخوا ولوستل شو چې په کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د يرغلګرو د وتلو ورځ د مجاهدينو د برياليتوب د ورځې په نامه ياده شوه.
په پيغام کې همدا ورځ په افغانستان کې د اسلامي حکومت د جوړېدو ورځ هم وګڼل شوه؛ خو تر څنګ يې په دې اعتراف شوی و چې مجاهدين د سم حکومت پر جوړېدو ونه توانېدل او د طالبانو له پيدا کېدو وروسته افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل شو.
خو عطامحمد نور، چې له روس سره د جګړې پر مهال په شمال زون کې د جمعيت ګوند له مهمو جهادي قوماندانانو څخه و، اوسنی نظام يې د مجاهدينو لاس ته راوړنه ګڼلې او له عامو خلکو يې د خپل دولت د جدي ملاتړ غوښتنه کړې.
خو مدني فعال غلام علي بصير بيا د روسانو له وتلو وروسته جهادي رهبران د قدرت او مادي ګټو د لاس ته راوړلو پر هڅو تورن کړل.
نوموړي پژواک ته وويل: ((له روسانو سره جهاد کې ټول ملت برخه واخيسته، خو ځينو جهادي تنظيمونو د ګوندي، قومي او مادي ګټو لپاره د يو بل ګرېوان ته لاس واچاوه او افغانستان يې د خپلمنځي جګړو په اور کې لولپه کړ.))
هغه اوسنی وخت د مجاهدينو لپاره ښه سياسي زمينه وګڼله، چې له تېرو ناخوالو پند واخلي او په سم سياست د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ وکړي.
خو په ولايت مقام کې د سلواغې د ۲۶مې، د نمانځنې مراسمو په اوږدو کې د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل چې له تېرو څلورو لسيزو افغانان د استعمار او استبداد په تناره کې سوځي.
نوموړي پوښتنه راپورته کړه: ((ايا موږ حق لرو چې د ازادۍ او استقلال په نامه غرور وکړو!؟))
د هغه په وينا، دمګړۍ افغانستان د داعش، القاعدې او نورو وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې دی.
حديد افغانان د يو بل زغم او لاسنيوي ته را وبلل او د شته ګواښونو پر وړاندې يې پر يو موټي کېدو ټينګار وکړ. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP