مزارشريف (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٥): د بلخ چارواکي وايي، تراوسه پورې په رسمي ډول د والي په توګه د عطامحمد نور په اړه مکتوب نه دى ور رسېدلى، خو باوري دى چې دا کار به ژر وشي.
دغه څرګندونې د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد، پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل: "موږ انتظار باسو او باوري يو چې په نږدې موده کې به د ولسمشر اشرف غني په لاسليک باندې د عطامحمد نور د والي توب مکتوب بلخ ته راورسېږي."
له بلې خوا په جمعيت اسلامي ګوند کې عطامحمد نور ته نږدې کس او په بلخ کې د دې ګوند مرستيال وياند ذبيح الله فطرت، پژواک ته وويل چې دوى ته دغه خبره د اوازې تر کچې رسېدلې او تراوسه پورې په رسمي توګه معلومات نه دي ور رسېدلي.
خو هغه وايي: "ښايي د دې شپې په تېرېدو سره دوى يو ښه خبر واوري."
که څه هم، په ټول هېواد کې د وزيرانو تر کچې د سرپرستۍ موضوع عامه ده، خو د بلخ والي هم يو له هغو چارواکو څخه دى چې د نوي حکومت له پيله تراوسه پورې د دغه ولايت د سرپرست والي په توګه دنده پرمخ وړي.
نوموړى له تېرو اوه مياشتو راهيسې د بلخ پرځاى په کابل کې د جمعيت ګوند د اجرايوي رئيس په توګه ډېر بوخت پاتې شوى دى.
دى له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو شخصيتونو سره د ناستو ترڅنګ، د جمعيت ګوند په استازيتوب له جمهوري رياست سره د نوي تفاهم په اړه ژورې خبرې پيل کړي، خو پايله يې لا نه ده جوته.
په بلخ کې تردې دمه د ولايت د مقام ترڅنګ د والي مرستيال، مستوفي، ښاروال او ځينو نور رئيسان د سرپرستانو په توګه دنده ترسره کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP