Language

ننګرهار کې د هند په مرسته د حرفوي زده کړو مرکز جوړېږي

جلال اباد- غزني (پژواک، ۲ کب ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د هندوستان په مرسته د يوه ستر حرفوي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه حرفوي مرکز چې د کب په ۲مه يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د کار او ټولنيزو چارو رياست په انګړ کې جوړېږي چې د چارواکو په وينا، د بې روزګاره ځوانانو په حرفوي روزنه کې به مهم رول ولوبوي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې دغه حرفوي مرکز به د هندوستان هېواد د دوه سوه او اوويا زره ډالرو په مرسته ورغول شي.

دی وايي چې ياد مرکز به په ننګرهار کې د بېکارۍ په راکمولو او د کسبګرو د شمېر په ډېروالي کې مهم رول ولري.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد وايي چې دغه مرکز په دوو پوړونو کې جوړېږي او څلوېښت اداري او نورې خونې به ولري.

هغه زياته کړه: ((دا د مسلکي او فني زده کړو يو مرکز دی چې په راتلونکي کې به زموږ بې روزګاره ځوانان خويندې او وروڼه په کې روزل کېږي چې د کار د پيدا کېدو په برخه کې به مرسته وکړي.))

په ورته وخت کې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست تر چتر لاندې د يو شمېر موسساتو په مرسته د حرفوي روزنې ۳۵۰ تنه چې ښځې او نجونې هم په کې شامل دي، تر شپږ مياشتنۍ روزنې وروسته فارغ شول.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغو کسانو د فراغت په غونډه کې خوښي وښوده چې ګڼ ځوانان او پېغلې له بې روزګارۍ وژغورل شول او ځان ته د کار پيدا کولو جوګه شول.

دی وايي چې دغو کسانو په نهو حرفو کې زده کړې وکړې او کسبونه يې ياد کړل چې تر دې وروسته به د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو په حل کې ونډه اخلي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد د معلوماتو له مخې چې په دغو کسانو کې ۲۴۴ ښځينه زده کوونکي او پاتې نور يې نارينه دي.

نوموړي وړاندې وويل: ((دوی ته په نجارۍ، فلزکارۍ، نل دوانۍ، لين دوانۍ، خياطۍ، چرمه دوزۍ، خامک دوزۍ او نورو برخو کې په شپږو مياشتو کې زده کړې ورکړل شوې چې اوس د کار جوګه دي.))

دی وايي چې يادو ټولو زده کوونکو ته د همکارو موسسو په مرسته د اړوندو حرفو کاري وسايل هم ورکول کېږي چې په راتلونکي کې پرې کار وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.