مهترلام(پژواک، ۲ کب ۹۵): چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د لغمان ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ لس غړي وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه تېره شپه ۷:۳۰ بجې د يادې ولسوالۍ د مروت کڅ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وينا،ناپېژانده وسله والو ياد کور ته لاسي بمونه ورغوځولي او دغو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دی وايي، د لغمان والي د ولسوالۍ چارواکو ته سپارښتنه کړې چې پېښه وڅېړي او د ولايت مقام ته معلومات ورکړي.
د سيمې يو تن اوسېدونکى چې وژل شوي او ټپيان يې د تره د زوى د کورنۍ غړي دي، وايي چې دغې کورنۍ له هېچا سره دښمني نه لرله او د پېښې ټپيان د ننګرهار ولايت روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د دې کورنۍ ۱۷ غړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي چې د دې کورنۍ يو غړى پخوا د پوځي امبولانس چلوونکى و او څو ځله وسله والو ګواښلی و.
د سرچېنې په وينا، ياد کس اوس دغه ډريوري پرېښې وه.
د دغه بريد مسووليت تراوسه چا نه دی منلی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP